عبدالکریم
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لورې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د علي وزیر د خلاصون لپاره احتجاجونه وشول په دې ترڅ کې یاد ګوند د کوټې باچاخان څلور لارې باندې احتجاج وکړ .
یاد احتجاج ته د ګوند مرکزي او ايالتي مشرانو ويناوې وکړې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي احتجاج کوونکو ته وینا په مهال وويل چې نن د پاکستان د تاریخ ډیره بده ورځ ده نن ۱۶ تاريخ ده نن ورځ باندې زمونږ ملک مات شو زمونږ قام لپاره دا ډیر دروند زخم وو او زخم ده .
پاکستان زمونږ ملک ده پاکستان کې زمونږ قبرونه دي مونږ هیچا ته دا حق نه ورکوو چې دلته ناانصافي وکړي ،مونږ په دنیا کې له خلکو سره سیالي غواړو .
هغه زیاته کړه پاکستان وور اخیستي پاکستان تحریک طالبان د پاکستان د ظلم په نتیجه کې جوړه شوی پاکستان دې په خپلو کړنو توبه وباسي په ټي ټي پي باندې زه توبه باسم .
محمود خان اڅکزی وویل چې درې کاله مخته ما وویل چې راسي د علي وزیر د خلاصون لپاره یوه ورځ وټاکو خو چا نه راسره منله .
زه د پاکستان څارنوالانو ته خواست کوم چې دوي دې په زړه لاس کیدي وو دې وايي چې علي وزیر په روا بندی ده که ناروا بندي ده .
هغه وویل چې راو انور یوه ورځ هم نه ده بندي شوي هغه ارته تڼي ګرځي .
زه پیپلز ګوند ته وایم چې سند کې ستا حکومت ده او تاسو د جمهوریت نارې وي خو بیا ولې ستا څارنوالان بې ګناه علي وزیر نه خلاصوي .
محمود خان اڅکزی زیاته کړه افغانستان د قبضې که څوک فکر لري هغه لیونی ده.
هغه وویل چې مونږ دا هېواد ماتول نه غواړو خو مونږ د ډیورنډ کرښې دې خوا ته استوګن پښتنو لپاره یو ګډ ایالت غواړو او دا زمونږ حق ده او دې لپاره مونږ مباریزه کوو.
محمود خان اڅکزي د علي وزیر په هکله زیاته کړه چې دوي به د علي وزیر د خلاصون تحریک په مخه وړي .
ښاغلي اڅکزي په وینا کې وویل چې ما طالبان ته په وار وار ويلي چې په زور حکومت نه کیږي
زه د طالبانو منندوی يم چې هغو حامد کرزي ته پاسپورټ ورکړلو.
زه طالبانو ته وایم چې د يوې لويه جرګه لپاره دې تیاري ونیسي په دې کې به کرزی ،اشرف غني او ټول افغان ګډون ولري او مونږ به یو پیاوړی افغانستان جوړو.


