دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو روان کال په نومبر مياشت کې تر سلو زیات نارینه او...

طالبانو روان کال په نومبر مياشت کې تر سلو زیات نارینه او ښځینه په دُرو وهلي دي.

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، طالبانو د روان کال نومبر میاشتې له ۱۸مې نېټې راهیسې په تخار، لوګر، لغمان، پروان او کابل ولایتونو کې تر سلو زیات نارینه او ښځینه په دُرو وهلي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کسان د غلا، نامشروع اړیکو او د ټولنیز چلند له اصولو څخه د سرغړونې په تور له ۲۰ تر ۱۰۰ دُرو پورې وهل شوي دي.

دغه خبرپاڼه چې نن د ډسیمبر په ۱۶مه خپره شوې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو په کې د طالبانو لخوا د خلکو مخ کې په دُرو وهلو او اعدامونو بیا پیلېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او پر طالبانو یې غږ کړی چې ژر تر ژره هر ډول ربړول، ظالمانه او سپکاوی‌کوونکي سزا بنده کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د خلکو مخ کې په دُرو وهل او اعدام له هغو نړيوال اصولو څخه سرغړونه ده چې له مخې یې هر ډول ربړول، ظالمانه او سپکونکې سزا بنده شوې.
سربېره پردې، کارپوهانو ویلي چې د محاکمې عادلانه پلي کېدو په اړه شکمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر ښځې او نارينه په دُرو وهلي او دې وروستيو کې يې په فراه ولايت کې هم يو تن د قصاص په سزا محکوم کړی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه