یو شمېر افغانې نجونې چې په افغانستان کې د زدهکړو پر وړاندې د محدودیتونو له امله ایران او پاکستان ته تللې، وايي په دغو هېوادونو کې هم د استوګنې د قانوني اسنادو د نشتوالي او د افغان کډوالو د ایستلو له امله نه شي کولای خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د ازادې اروپا راډیو د راپور له مخې، د طالبانو له لوري د ښځو پر لوړو زدهکړو له بندیز وروسته ګڼو افغان نجونو ګاونډیو هېوادونو ته مخه کړې، خو هلته هم د زدهکړو د دوام لپاره له ستونزو سره مخ شوې دي.
زهرا، چې په کابل کې د طب پوهنځي د وروستي کال زدهکوونکې وه، له خپلې خور سره ایران ته تللې څو خپلې زدهکړې بشپړې کړي؛ خو وايي د قانوني استوګنې د اسنادو د نشتوالي له امله یې د پوهنتونونو غوښتنلیکونه نه دي منل شوي.
رویا، چې په تهران کې ژوند کوي، هم وايي د ماسټرۍ زدهکړو لپاره یې څو ځله غوښتنلیکونه سپارلي، خو د استوګنې د اسنادو د نشتوالي له امله نه ده بریالۍ شوې.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال په اګست کې ویلي وو چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي. د دغه سازمان په وینا، افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زدهکړو منع دي.
د راپور له مخې، په ایران کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم د نجونو د زدهکړو پر وړاندې ستونزې زیاتې کړې دي. په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱.۹ میلیونه افغانان له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې شاوخوا ۱.۲۶ میلیونه یې په زور ایستل شوي وو. د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پورې د ایستل شویو افغانانو شمېر نږدې نیم میلیون ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې هم نیلوفر نومې افغانه زدهکوونکې وايي، د زدهکړو د دوام لپاره کوټې ته تللې وه، خو د قانوني استوګنې د اسنادو د نشتوالي له امله ونه توانېده په ښوونځي کې شامله شي.
نوموړې وايي، اوس یوازې د انګلیسي ژبې په ځینو روزنیزو کورسونو کې د ګډون فرصت لري.
د راپور له مخې، هغه افغانې نجونې چې په خپل هېواد کې یې د زدهکړو د دوام لپاره ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې، اوس هلته هم د قانوني استوګنې، د کډوالو د ایستلو او د زدهکړو ته د لاسرسي لهستونزو سره مخ دي.


