د بلوچستان په چاغي کې د سرو زرو او مسو نوې زېرمې موندل شوې دي

0
34

د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې د سرو زرو او مسو نوې زېرمې موندل شوې دي، چې د ریکوډک کان‌کېندنې له پروژې شاوخوا ۵۰ کیلومتره ختیځ ته موقعیت لري.

د ماري انرژیز شرکت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه شرکت اړوند ماري منرالز په ختیځ سیاه ډیک سیمه کې د سرو زرو او مسو د زېرمو موندلو بریالۍ پلټنې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دوو پړاوونو کې ۲۵ زره متره برمه‌کاري شوې او د ځمکې تر ۵۰۰ مترو ژوروالي پورې د مسو نښې موندل شوې دي. دغه زېرمې شاوخوا له ۱ تر ۴ مربع کیلومتره پورې سیمه کې خپرې دي.

شرکت ویلي، د دویم پړاو د برمه‌کارۍ د نمونو لابراتواري پایلې به د ۲۰۲۷ کال په لومړۍ ربع کې څرګندې شي او په راتلونکي پړاو کې به تر زر مترو ژوروالي پورې نورې پلټنې هم ترسره شي.

ماري انرژیز زیاتوي، چې د دغو زېرمو د کچې او اقتصادي ارزښت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.