افغانستان کې د ګازو د تولید زیاتوالی؛ یتیم‌تاق کې هره ورځ تر ۶۵۰ زره متر مکعب ډېر ګاز ایستل کېږي

0
17

د افغانستان د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، افغانستان د طبیعي ګازو پراخې زېرمې لري او کورني او بهرني پانګه‌وال کولای شي د دغو زېرمو د موندنې، ایستلو او پروسس په برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د جوزجان ولایت د یتیم‌تاق ګازي ډګر د لیدنې پر مهال کړې دي.

د افغان ګاز دولتي شرکت د چارواکو په وینا، په یتیم‌تاق ګازي ډګر کې اووه څاګانې فعالې دي او د یوه بهرني شرکت له لوري د تړون له مخې د پنځو نورو څاګانو د کېندلو چارې هم روانې دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، له دغه ډګره هره ورځ تر ۶۵۰ زره متر مکعب ډېر طبیعي ګاز ایستل او پروسس کېږي، چې له ۴۰۰ زره متر مکعبه ډېر یې د سرې جوړولو او برېښنا تولید دولتي شرکت ته، ۲۵۰ زره متر مکعب یې د بیات برېښنا شرکت ته ورکول کېږي او پاتې برخه یې د خلکو د اړتیاوو لپاره پلورل کېږي.

ملا عبدالغني برادر په شبرغان ښار کې د بیات برېښناکوټ د ۴۰ مېګاواټه ګازي توربین د بېرته فعالولو پرانیسته هم کړې ده.

نوموړي همداراز د میمنې او اندخوی ترمنځ د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي د بیارغونې چارې پرانیستې دي.

هغه په یوه غونډه کې ویلي، چې د افغانستان واکمن حکومت په لنډ وخت کې د برېښنا تولید او لېږد په برخو کې ګڼې پروژې بشپړې کړې دي او په خبره یې، دغو هڅو د وارداتي برېښنا پر اړتیا او د برېښنا کمښت په راکمولو کې مرسته کړې ده.

د اقتصادي چارو مرستیال زیاته کړې، چې په راتلونکي یوه کال کې به د برېښنا د بنسټیزو جوړښتونو د پراختیا لپاره نورې لویې پروژې هم پلې شي.