د پاکستان مرستيال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، هېواد یې د یوه سولهییز، سوکاله او باثباته افغانستان غوښتونکی دی، چې د سیمې په اقتصادي او سیاسي جوړښت کې رغنده ونډه ولري او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره سولهییزې اړیکې وساتي.
اسحاق ډار د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په ۳۰مه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، د معنا لرونکي پرمختګ لپاره اړینه ده چې د افغانستان واکمن حکومت د ګاونډیو هېوادونو مشروع امنیتي اندېښنو ته رسېدنه وکړي.
هغه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د خوندي او باثباته چاپېریال رامنځته کول د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره اړین بللي دي.
نوموړي زیاته کړې، پاکستان به د خبرو اترو، د کړکېچ کمولو او په سیمه کې د تلپاتې ثبات لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې روانې وساتي.
اسحاق ډار د سیمې د جغرافیایي او اقتصادي ارزښت په اړه ویلي، چې د سوېلي، منځنۍ او لوېدیځې اسیا ترمنځ د موقعیت له امله دا سیمه د سوداګرۍ، طبیعي زېرمو او اقتصادي همکاریو پراخ ظرفیت لري.
هغه ټینګار کړی، چې باید له دې جغرافیایي موقعیته په ګټې اخیستنې سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي اړیکې پیاوړې او د ګډې سوکالۍ لپاره هڅې زیاتې شي.
نوموړي همداراز ویلي، پاکستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د اقتصادي همکاریو سازمان د مشرتابه پر غاړه اخیستو ته ژمن دی او هڅه کوي چې دغه دوره له عملي او ګټورو پایلو سره مل وي.


