پاکستان او ترکیه په پښین ولسوالۍ کې د مهمو کانونو د پلټنې ګډ تړون لاسلیک کړ

0
33

پاکستان او ترکیې هوکړه کړې چې د بلوچستان په پښین ولسوالۍ کې د شاوخوا ۴۹۹ کیلومتره مربع په سیمه کې د انټيموني، مسو، سرو زرو، سپینو زرو، مولیبډینم او نورو کانونو د پلټنې او پراختیا ګډ کار پیل کړي.

د «نیوز» ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د کانونو پراختیا شرکت (PMDC) او د ترکیې د «MTA International» شرکت د جمعې په ورځ د ګډې پانګونې د پروژې لومړنی تړون لاسلیک کړ.

د تړون له مخې، دواړه شرکتونه به د بلوچستان حکومت له یوې ټاکل شوې ادارې سره په ګډه په پاکستان کې یو شرکت جوړ کړي. د پروژې چارې به د ترکیې شرکت پر مخ وړي او د کانونو د پلټنې لپاره به نوې ټکنالوژي او نړیواله تجربه کاروي.

د دغې پروژې پام په ځانګړي ډول د انټيموني کان ته دی، چې په دفاعي وسایلو، اور ضد توکو، بېټریو، فلزي الیاژونو او برېښنايي وسایلو کې کارول کېږي.

د راپور له مخې، دواړه لوري غواړي د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې د تړون وروستۍ هوکړې بشپړې کړي.

پاکستاني چارواکي تمه لري چې دا ګډه پروژه به بهرنۍ پانګونه راجلب کړي، نوې ټکنالوژي به هېواد ته ولېږدوي، کاري فرصتونه به رامنځته کړي او د بلوچستان په اقتصادي پرمختګ کې به مرسته وکړي.

د تړون د لاسلیک مراسم په اسلام‌اباد کې د پاکستان د کانونو پراختیا شرکت په مرکزي دفتر کې ترسره شول، چې په پاکستان کې د ترکیې سفیر او د دواړو شرکتونو چارواکو هم ګډون پکې درلود.