پاکستان په نوي ډیلي کې د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون کوي

0
30

پاکستان پرېکړه کړې چې د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) تر چتر لاندې د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو په غونډه کې ګډون وکړي، چې د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې جوړېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، دغه غونډه به د نومبر له ۲۰مې تر ۲۲مې نېټې پورې ترسره شي او د پاکستان په استازیتوب به د اقلیمي بدلونونو فدرالي وزیر ډاکټر مصدق ملک پکې ګډون وکړي.

د غونډې ګډونوال به د ګډ کلتوري میراث، تاریخي دودونو، د تمدنونو ترمنځ د اړیکو او کلتوري همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد یې د متقابل درناوي پر بنسټ د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو او د خلکو په کچه د اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دا غونډه به د نوي ډیلي په تاریخي «پرانا قلعه» کې جوړه شي او تمه ده چې د پرانیستې په مراسمو کې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي هم ګډون وکړي.