د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې د شپږ ميليونه ډالرو د بیارغونې پروژه پیل شوه

0
18

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په افغانستان کې د «رېوايو دويم» (REVIVE II) په نوم د بیارغونې پروژې دويم پړاو د سوېلي کوريا په شپږ ميليونه ډالرو مالي ملاتړ پیل کړی دی.

د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې، د پروژې په لومړي پړاو کې ۲۳۹ زره او ۹۰۶ کسانو له بیارغول شوو ټولنیزو بنسټونو ګټه اخیستې، ۱۳۴ بنسټونه جوړ یا بېرته رغول شوي او ۱۰ زره او ۱۶۵ کسانو ته د کار په بدل کې د نغدي مرستو د ترلاسه کولو زمینه برابره شوې وه.

د پروژې په دويم پړاو کې به د کابل، ننګرهار، کونړ، غزني او پکتیا ولایتونو اوسېدونکو ته د اړینو خدمتونو د لاسرسي ښه کولو، د خلکو د ژوند د چارو بېرته سمولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره هڅې وشي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د دې پروژې موخه د زیانمنو ټولنو ملاتړ، د خلکو د ژوند د چارو بیا رغونه او له راتلونکو کړکېچونو سره د هغوی د مقابلې وړتیا پیاوړېکول دي.