شهباز شریف: پاکستان به تر ۲۰۵۰ کال مخکې د نړۍ د سترو اقتصادونو په کتار کې شامل شي

0
56

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، تمه لري چې پاکستان به تر ۲۰۵۰ کال مخکې د نړۍ د سترو اقتصادي هېوادونو په ډله کې شامل شي.

نوموړي دا څرګندونې د پاکستان د ۲۰۲۶ کال د کانونو د پانګونې په نړیواله غونډه کې کړې دي. هغه د «ګولډمن ساکس» د وړاندوینې له مخې ویلي، پاکستان ښايي تر ۲۰۷۵ کال پورې د نړۍ شپږم ستر اقتصاد شي.

شهباز شریف ویلي، د پاکستان اقتصاد د نوي باور له مخې د ودې او بدلون پر لور روان دی او د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان ارزښتناک معدني توکي به نور په خامه بڼه بهر ته نه لېږدول کېږي، بلکې په هېواد کې به د صنعت او پروسس لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

هغه د ریکوډک پروژې ته په اشارې ویلي، دغه پروژه چې له دوو لسیزو راهیسې له ځنډ سره مخ وه، اوس د عملي کېدو او فعالیت پړاو ته نږدې شوې ده. د نوموړي په وینا، د دې پروژې بریا به په پاکستان کې د راتلونکو کان‌کېندنې پروژو لپاره د بېلګې په توګه وکارول شي.

لومړي وزیر همداراز ویلي، بلوچستان د طبیعي زېرمو له پلوه بډای دی او د کانونو له پروژو څخه د دغه ایالت د خلکو برخمنول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي. د هغه په وینا، ځايي خلکو ته به د زده‌کړو، روغتیا، کارموندنې او مسلکي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شي.

په دې غونډه او لیدنه کې د کانونو په برخه کې د روڼو تګلارو، د جوازونو د اسانه ورکړې او د مساوي مشارکت په اړه هم خبرې شوې دي.

په دې غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د مالیې وزیر محمد اورنګزېب، د صنعت او تولید وزیر علي پروېز ملک او یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون درلود.