پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د کوټې برېښنا رسونې ادارې (کېسکو) له لوري په اعلان شویو ۲ زره او ۷۹۸ دندو کې د پښتنو له ځینو محرومو ولسوالیو څخه د وړ نوماندانو د حقونو د نه خوندیتوب په اړه قانوني ګامونه پورته کړي دي.
د ګوند د بلوچستان صوبايي مشر نصرالله خان زیرې او د مرکزي کمېټې غړي باز محمد د خپل وکیل عبدالمصور خان ترین له لارې د کېسکو د مشر اجرائیوي مسؤول دفتر ته یوه رسمي عریضه سپارلې ده.
په عریضه کې غوښتنه شوې چې د لومړۍ تر پنځلسمې کچې د دندو وېش دې په روڼ، عادلانه او د ولسوالیو پر بنسټ ترسره شي او د هغو سیمو نوماندانو ته دې هم د نورو ولسوالیو د نوماندانو په څېر د ګومارنې مساوي فرصتونه برابر شي.
همداراز غوښتنه شوې چې د لرې پرتو ولسوالیو د نوماندانو د اسانتیا لپاره دې د مرکې او اسنادو د ارزونې مرکزونه هم په اړوندو سیمو کې جوړ شي.
د ګوند استازو د کېسکو د بورډ غړې روشن خورشید بروچه او د بشري سرچینو رئیس قاضي فهیم هم له خپلو اندېښنو او غوښتنو خبر کړي دي.
د ګوند مشرانو له کېسکو غوښتي چې د اعلان شویو دندو په اړه دې د ټولو ولسوالیو کره معلومات، د منظور شویو، ډکو او تشو بستونو شمېر او د دندو د وېش څرنګوالی له خلکو سره شریک کړي.
هغوی ټینګار کړی چې د پښتنو د محرومو ولسوالیو د نوماندانو د نه شاملولو لاملونه دې هم روښانه شي او وړ کسانو ته دې د نورو سیمو د نوماندانو په څېر د کار برابر فرصتونه ورکړل شي.
د ګوند استازو ویلي چې د بلوچستان د هېڅ ولسوالۍ، په ځانګړي ډول د محرومو پښتنو سیمو د وړ کسانو له کاري فرصتونو بې برخې کول او یا ورسره نابرابر چلند د منلو نه دی.
هغوی خبرداری ورکړی چې که د کېسکو چارواکي د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي، نو ګوند به خپلې قانوني هڅې پراخې کړي او د بلوچستان عالي محکمې ته به عریضه وړاندې کړي.


