د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار ویلي، هېواد یې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني او په اقتصادي همکاریو سازمان کې د افغانستان غړیتوب هم ځنډول شوی دی.
اسحاق ډار د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي، د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په ۳۰مه غونډه کې د افغانستان استازولي نه وه موجوده او د دغه هېواد پخوانی ملي بیرغ کارول شوی و، چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال یې رسمي بڼه لرله.
نوموړي ویلي، د پاکستان دریځ د افغانستان د اوسني حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه روښانه دی او په یاده غونډه کې د افغانستان د بیرغ او استازولۍ موضوع باید د اقتصادي همکاریو سازمان د سکرتریت له لوري له پاکستان سره شریکه شوې وای.
هغه زیاته کړې، پاکستان د دې موضوع په اړه خپل دریځ د سازمان له چارواکو سره شریک کړی دی.
اسحاق ډار تر دې وړاندې د غونډې په ترڅ کې ویلي وو چې پاکستان د یوه سولهییز، سوکاله او باثباته افغانستان غوښتونکی دی، خو افغان چارواکي باید د ګاونډیو هېوادونو مشروع امنیتي اندېښنې له منځه یوسي.
نوموړي ټینګار کړی و چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د سیمې د امنیت ټینګښت د اقتصادي همکاریو او سیمهییز ثبات لپاره اړین دي.


