نړۍ کې د کډوالو شمېر تر سل میلیونو نه اوښتي

0
126

ویب ډیسک

په نړۍ کې دومره ډېر کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي چې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته یې ساری نه لیدل کیږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیساري د مهاجرو شمیر تر سل میلیونه زیات اټکلوي.

جګړې، کړکیچونه او بحرانونه ورځ تر بلې زیات انسانان د خپلو ټاټوبو پريښودو ته اړ باسي. په ژنیو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ (یو ان اچ سي آر) ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې تر سلو میلیونو زیات انسانان په تېښته دي. دا شمیر دومره لوړ دی چې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته یې ساری نه لیدل کیږي.

ملګرو ملتونو د مهاجرو په تړاو نړیوال رپوټ کې ویلي دي چې د دې علت په افغانستان او نورو هیوادونو کې سخت وضعیت او پر دې سربیره پر اوکراین د روسیې یرغل دی.

یوازې په څو اونیو کې تر سوریایانو وروسته اوکراینيان په نړۍ کې د مهاجرو په دوهم ستر ګروپ اوښتي دي. تر اوسه ۴،۹ میلیونه اوکراینيان له خپلو کورونو بې ځایه شوي، په داسې حال کې چې د سوریایانو شمیر کابو اووه میلیونه ته رسیږي.