یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسیه ښايي د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنو

روسیه ښايي د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنو

راپور : محب الله

ضمیر کابلوف له روسي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو د سوداګرۍ مرستیال به مسکو ته سفر وکړي او افغانستان له روسیې د ځینو تولیداتو د پېرلو غوښتنه کړې ده، هغه وویل چې د روسیې ولسمشر اجازه ورکړې چې افغانستان ته غلې دانې ځانګړې کړي، ضمیر کابلوف د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې مسکو کولای شي د طالبانو موقت حکومت په رسمیت وپېژني او روسیه به د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې د امریکا او نورو هېوادونو تعقیب ونه کړي

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه کوم هېواد په رسميت نه دى پېژندلى او په دې وروستيو کې طالبانو له اسلامي هېوادونو غوښتي وو، چې حکومت په رسميت وپېژني.

 

بل لور ته د روسيې سفير روسيه غواړي افغانستان ته ځانګړې توجه وکړي

یاد دې وي په کابل کې د روسې سفير ديميتري زاروف د طالبانو حکومت د بهرنيو له وزير امير خان متقي سره ليدنه کې ويلي چې هيواد يې غواړي افغانستان کې خپل دپلوماتيک ماموريت لا پياوړي کړي٠

د طالبانو د اعلاميې له مخي نوموړي نن پنجشنبه له امير خان متقي سره ليدنه کې ويلي چې روسيه غواړي افغانستان ځانګړې توجه وکړي٠

نوموړي ويلي چې روسيه به له افغانانو سره په ښوونيزه برخه کې د ظرفيت لوړولو لپاره همکاري وکړي٠

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ويلي چې روسيه کولاى شي د خپلو صادراتو د ترانزيت لپاره د افغانستان له لارې استفاده وکړي٠

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه