یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمنظور پښتون: د چمن په دروازې د اولسونو ځوراول، ذلیلول بیخی زیات...

منظور پښتون: د چمن په دروازې د اولسونو ځوراول، ذلیلول بیخی زیات شوي دي.

پښتو جرنل

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپل يوه بیان کې کوم چې د په خپلې فیسبوک پاڼې خپور کړی ده ویلي چې یوازې د افغانستان څخه د شتمنیو راوړل اسان دی نور د عام اولسونو د پاره تګ راتګ یا د ځايي خواریکښو خلکو کاروبار د لویه مشکل سره مخامخ ده.

د اولسونو سره په جیب کې چې د مریض د علاج پیسې هم وی هغه په دروازې ځنې د رشوت په شکل کې سرا د لوئ ذلالت سیکورټی ادارې واخلي.

هغه لیکلي چې دا ظلم جبر دې بند کړې شي او د  دواړه اړخه ساتونکي دې د اولسونو سره بد چلند او په تګ راتګ کې مشکلات جوړول ودروي .

پی ټی ایم د خپلو اولسونو سره هر وخت ولاړ دې او د دې ظلم پر ضد پی ټی ایم مخکې هم غږ پورته کړې او اوس به هم د دې ضد حتماً غږ پورته کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه