ویب ډیسک
د امریکا د مشرانو جرګې غړې مېرمن یانګ کیم، د دې هېواد د افغان سولې پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وننګوه چې د دوحې تړون له مخې افغانې میرمنې له خپلو ټولو حقوقو بې برخې دي او له ټولنې حذف شوې دي.
نوموړې همدا راز ویلي؛ کله چې د طالبانو حکومت پر کابل ولکه واچوله، نو لومړي قدم کې یې مېرمنې له زدکړو بندې او ورپسې له ټولو حقوقو بې برخې کړې.
ښاغلي خلیلزاد د مېرمن کېم په ځواب کې بیا “طالبان” ملامت کړي او ویلي یې دي چې “طالبانو” د رسنیو پر وړاندې ژمنه کړې وه چې د مېرمنو ټولو حقوقو ته ژمن دي او حتا په ټولو ادارو کې کار کولای شي.


