ويب ډیسک
د قطر په پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو دویمې غونډې ته ایله درې ورځې پاتې دي، خو د طالبانو حکومت له ایران، روسیې، چین سره د خپل ګډون په اړه پرلپسې مشورې کړې دي او لا هم لګیا دی، چې په یاده غونډه کې څه ډول ګډون وکړي.
په افغانستان کې د ایران سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي پرون وویل چې د طالبانو حکومت په غونډې کې د ګډون لپاره دوه مهم شرطونه وړاندې کړي دي، چې تر اوسه یې په اړه د ملګرو ملتونو ځواب نه دی تر لاسه کړی.
ته یوې باوري رسمي سرچینې ویلي دي، چې په یاده غونډه کې د طالبانو د حکومت شرطونه په دې توګه دي.
-له ملګرو ملتونو سره مستقیمې خبرې.
-په غونډه کې د مدني فعالانو نه ګډون.
-که د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل کیږي دا به یواځې د طالبانو د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ پر ځینو موضوعاتو بحث کوي.
-پر کورنیو موضوعاتو هېڅوک د بحث حق نه لري.
-که یاد شرایط ومنل شي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي به غونډه کې ګډون وکړي او که ونه منل شول نو د طالبانو حکومت هم ګډون نه کوي.


