ويب ډیسک
جنورۍ په میاشت کې د هغو مهاجرو شمیر چې اروپا ته د ځمکې له لارې تللي، د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله زیات شوی دی.
د اروپا د بهرنیو پولو ساتونکي آژانس «فرونتکس» د رپوټ له مخې په مجموع کې د اصلي لارو د غیر قانوني داخلیدو ۱۳۱۶۰ مورده ثبت شوي دي.
دغه شمیر د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ د میاشتې په پرتله ۸۷ سلنه او د ۲۰۲۰م کال کې د همدغې میاشتې په پرتله ۲۳ سلنه ډیر دی. تر ټولو زیات غیر قانوني مهاجرتونه د لویدیځ بالکان له لارې تر سره شوی دی چې شمیر ۵۸۲۶ ته رسیږي.
زیاتره کسانو چې هڅه کړې له دې لارې تیر شي د سوریې، افغانستان او ترکیې هیوادونو وو.
همداشان د مدیتراني سمندر د مرکزي هیوادونو لکه لیبیا، تونس، سیسیل او مالتا څخه هم زیات شمیر کسانو ځانونه اروپایي اتحادیې ته رسولي دي.
د فرونتکس په وینا ۲۱۵۰ کسانو له دې لارې سفر کړی دی چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰۷ سلنه زیاتوالی ښيې.


