ویب ډیسک
نوموړي د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو په جوړ شوي انلاین کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په ځینو ولایتونو کې وروستیو پېښو ته په کتو داسې ښکاري چې د پردیو له لوري لا هم د افغانستان د بې ثباته کولو دسیسه دوام لري او هڅه کوي جګړې دوام وکړي.
حامد کرزي همدا راز ویلي، چې افغانان له جګړو ستړي شوي او نړیواله ټولنه دې دا فکر نه کوي چې په افغانستان کې جګړې دوی نه شي زیانمنولی.
دده په خبره که نړیوال په رښتیا د خپل امنیت په اړه اندېښنه لري نو له افغانستان سره دې رښتینې همکاري وکړي، څو د ترهګرو ډلو فعالیتونه کابو کړل شي او د دوی پر وړاندې پر وخت اقدام وشي.


