محمود خان اڅکزي: رښتینې خپلواکي هغه مهال راځي چې ولس ته د واک حق ورکړل شي

0
63

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، د اګست ۱۴مه باید یوازې د بیرغونو، پوځي سلامیو او رسمي مراسمو تر کچې محدوده نه وي، بلکې د هېواد د خپلواکۍ مانا باید د خلکو د حقونو، عدالت او هوساینې له مخې څرګنده شي.

اڅکزي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، پاکستان له برېتانوي واک څخه خپلواکي ترلاسه کړې، خو د ده په وینا، د واک اصلي حق لا هم عامو خلکو ته په بشپړه توګه نه دی سپارل شوی.

هغه ټینګار کړی چې رښتینې خپلواکي هغه مهال رامنځته کېدای شي چې د هېواد صوبې او ولسونه په عملي توګه خپلواک وي او خلک د خپلو طبیعي سرچینو او سیاسي برخلیک په اړه د پرېکړې حق ولري.

د هغه په وینا، یوازې د سړکونو، کانالونو او نورو ودانیو جوړول د ښې حکومتولۍ لپاره بسنه نه کوي. نوموړي د برېتانوي واکمنۍ پر مهال د جوړو شویو ځینو بنسټیزو تاسیساتو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د خپلواکۍ اصلي موخه د واک د حق ترلاسه کول وو.

اڅکزي زیاته کړې چې د هېواد د بېلابېلو سیمو ترمنځ بې عدالتي او د سرچینو نابرابره وېش د خلکو ترمنځ ناخوښۍ او کرکې زیاتوي او دا حالت په اوږدمهال کې د شخړو لامل کېدای شي.

نوموړي د بېوزلۍ ستونزې ته په اشارې ویلي، په ځینو سیمو کې د مزدور ورځنۍ عاید لا هم ډېر کم دی او ډېرې کورنۍ د خپلو ماشومانو د زده کړو، روغتیا او نورو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري.

هغه ټینګار کړی چې یو عادي وګړی له حکومت څخه د اضافي امتیاز غوښتنه نه کوي، بلکې غواړي خوندي ژوند ولري، پر وړاندې یې ظلم ونه شي او د قانون او عدالت له مخې ورسره چلند وشي.

د اڅکزي په وینا، هغه حکومت چې د خلکو امنیت نه شي تضمینولای، عدالت نه شي تأمینولای او د بېوزلو لپاره د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه شي برابرولای، د حکومتولۍ د حق په اړه باید جدي پوښتنې ورسره مطرح شي.

نوموړي ویلي، پاکستان به هغه مهال په رښتینې معنا پیاوړی او آباد شي چې د هېواد د ټولو سیمو عام خلک له لوږې، بې عدالتۍ او محرومیت څخه خلاص شي او د خپلو سیمو د سرچینو له ګټو برخمن شي.