د بنو جرګه؛ پښتنو د خپل راتلونکي لپاره څه وغوښتل؟

0
71

لیکنه او راټولونه: نجیب پاڅون

د ۱۹۴۷ کال د بریتانوي هند د وېش په وروستیو میاشتو کې د پښتنو د سیاسي راتلونکي پوښتنه یوازې د افغانستان او نوي جوړېدونکي پاکستان ترمنځ نه وه؛ بلکې یوه بنسټیزه پوښتنه دا وه، چې پښتانه به د خپل سیاسي راتلونکي د ټاکلو لپاره کوم انتخاب ولري؟

د برېتانوي حکومت د ۱۹۴۷ کال د جون د ۳مې د واک د انتقال په پلان کې د پښتنو شمال لوېدیځو سیمو لپاره ځانګړی ټولپوښتنیز بهیر په نمایشي توګه مطرح کړ؛ خو د پښتنو مشرانو لپاره ستونزه دا وه چې د هغوی د خوښې خپلواک سیاسي انتخاب په دې چوکاټ کې نه و شامل، همدې اعتراض څو اوونۍ وروسته په «بنو» کې د یوې رسمي پرېکړې بڼه خپله کړه.

څو کاله وروسته، د همدې پراخې سیاسي مسئلې په چاپېریال کې، د «پښتونستان» په نوم یوه نادره پښتو ژبې نقشه راڅرګنده شوه؛ داسې نقشه چې یوه سیاسي مفکوره یې له ویناوو او اعلامیو څخه واخیسته او پر کاغذ یې په جغرافیایي بڼه وړاندې کړه.

ولې جرګه راوبلل شوه؟

د ۱۹۴۷ کال د جون ۲۱مه، د پښتونخوا په بنو کې د شمال لوېدیځو سیمو د پښتنو د سیاسي راتلونکي په اړه یوه مهمه غونډه ترسره شوه.

د بنو پرېکړې اصلي ډیجیټل عیني انځور له مخې، دا د خدایي خدمتګارانو، پښتون زلمي، د سرحد د کانګرس کمېټې او د کانګرس د پارلماني ګوند ګډه غونډه وه او پرېکړه په اتفاق تصویب شوې وه، د سند اصلي متن د «ازاد پښتونستان» غوښتنه ثبتوي.

د دې غونډې شالید باید د جون د ۳مې د برېتانوي واک د انتقال له پلان پرته ونه لوستل شي، د برېتانوي حکومت په رسمي اعلان کې د شمال لوېدیځو سیمو ځانګړی وضعیت یاد شوی و او د هغه د سیاسي راتلونکي لپاره د ټولپوښتنې موضوع مطرح شوې وه.

د بنو د پرېکړې «درېیم انتخاب» څه و؟

د بنو د پرېکړې اصلي متن د دې موضوع لپاره تر ټولو مهم سند دی.

په سند کې راغلي چې پښتانه نه غواړي د هند او پاکستان برخه شي، بلکې د ټولو پښتنو لپاره د یوه ازاد پښتونستان د جوړېدو غوښتنه کوي، د پرېکړې له مخې، د دغه دولت اساسي قانون باید د اسلامي مفکورې، ډیموکراسۍ، برابرۍ او ټولنیز عدالت پر بنسټ جوړ شي او پښتانه باید د دې هدف لپاره متحد شي او د بل غیرپښتني واک تر سلطې لاندې رانشي.

د هغې جرګې اساسي غوښتنه دا وه، چې پښتنو ته دې د خپل سیاسي راتلونکي لپاره یو خپلواک انتخاب هم ورکړل شي.

یعنې د بنو پرېکړه د هغه وخت د سیاسي انتخابونو پر کمښت اعتراض و؛ خو یاده پرېکړه د بریتاوي حکومت له لوري ونه منل شوه.

ټولپوښتنه؛ هغه انتخاب چې بیا یې هم دوه لارې درلودې

د بنو له پرېکړې وروسته د پښتونخوا د سیاسي راتلونکي مسئله هماغسې پاتې شوه.

د ټولپوښتنې اصلي مسئله دا وه چې له افغانستان څه په جبري توګه جلا شوې پښتني سیمه له هند سره یوځای کېږي که له پاکستان سره؟ خو د خپلواک پښتونستان لپاره جلا انتخاب په رایه‌پاڼه کې شامل نه شو.

له همدې امله د بنو د پرېکړې غوښتنه او د ټولپوښتنې رسمي چوکاټ سره که یو ځای ولوستل شي، نو د دواړو ترمنځ توپیر روښانه کېږي، چې بنو جرګې درېیم انتخاب هم غوښته؛ خو ټولپوښتنه کې دوه انتخابه وړاندې شوي و.

همدا توپیر د بنو د پرېکړې د تاریخي اهمیت اصلي ټکی دی.

ځکه د خدایي خدمتګارانو او د هغوی د سیاسي ملګرو له خوا د ټولپوښتنې تحریم هم باید په همدې سیاسي شالید کې وکتل شي.

څو کاله وروسته؛ پښتونستان پر نقشه راڅرګند شو

د ۱۹۴۷ کال له وېش وروسته د پښتنو د سیاسي راتلونکي مسئله له منځه لاړه نه؛ بلکې په نوې بڼه یې دوام وکړ.

په همدې وروسته دوره کې یوه نادره پښتو ژبې «پښتونستان» نقشه رامنځته شوه چې اوس د رېر مېپس (د نایابه نقشو ټولګې) په ټولګه کې ساتل کېږي.

د نقشې جوړوونکی معلوم نه دی او همدا راز د نقشې دقیق کال هم قطعي نه دی ثبت شوی؛ د جورج ټاون پوهنتون معاصره علمي شننه یې شاوخوا ۱۹۵۰ بولي، په داسې حال کې چې« رېر مېپس» یې د ۱۹۵۰مو کلونو د پښتونستان سیاسي تصور په بحث کې راولي، له همدې امله تر ټولو ویلای شو، چې دا د ۱۹۵۰مو کلونو له لومړیو سره تړلې د پښتونستان نقشه ده.

نوټ: د نقشې د چاپ ځای هم په قطعي ډول نه دی ثابت شوی؛ خو د نقشې په اړه موجود معلومات یې له افغانستان، په ځانګړي ډول کابل، سره تړي.

نقشه څه ښيي؟

دا نقشه یوازې د «پښتونستان» نوم نه لري؛ بلکې د یوه وړاندیز شوي سیاسي قلمرو جغرافیایي حدود وړاندې کوي.

پکې:

د پښتونستان وړاندیز شوی قلمرو

بېلابېلې سیمه‌ییزې برخې

غرونه او طبیعي جغرافیه

ځینې لارې او جغرافیایي نښې

د پښتونستان بیرغ او د سیمې یو کوچنی عمومي انځور لیدل کېږي.

د نقشې یو ډېر مهم سیاسي اړخ دا دی چې وړاندیز شوی پښتونستان د افغانستان له اوسني قلمرو څخه د کومې سیمې په اخیستلو نه دی طرحه شوی؛ بلکې د نقشې جوړوونکي د هغه مهال د پاکستان په قلمرو کې شاملې شوې افغان او پښتني سیمې د پښتونستان د وړاندیز شوي سیاسي قلمرو په توګه ښودلې دي.

په نقشه کې کشمیر هم له پاکستان څخه جلا ښودل شوی، چې د هغې د جوړېدو د سیاسي فضا په اړه یوه مهمه نښه ده.

ولې نقشه په پښتو وه؟

دا د لویو استعماري او نړۍوالو نقشو په څېر یوازې د بهرني سیاست لپاره جوړه شوې نقشه نه ښکاري؛ پښتو ژبه، پښتونستان نوم او بیرغ یې د پښتو لوستونکي او پښتني هویت حضور پیاوړی کوي.

جورج ټاون پوهنتون هم دا نقشه د برېتانوي هند د وېش وروسته د پښتنو د وېشل شوې جغرافیې، هویت او د نوي دولتونو د ملي جوړونې له ستونزې سره تړي.

په دې معنا، نقشه درې ژبې لري؛ د جغرافیې ژبه، د هویت ژبه او د سیاست ژبه.

د پښتونستان نقشې اصلي ډیجیټل سرچینه

Rare Maps — Pashtunistan, Stock No. 88480

د نقشې معاصر علمي تشریح په لاندې

لېنک کې:

Georgetown SFS — Maps with Mark: Pashtunistan