زلمي خلیلزاد: د اسلامي امارت کړنې په ځینو برخو کې له تمې لوړې وې

0
61

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، اسلامي امارت له واک ته ستنېدو پنځه کاله وروسته په ځینو برخو کې د تمې خلاف ښه فعالیت کړی، خو لا هم له ګڼو مهمو ننګونو سره مخ دی.

خلیلزاد له «نشنل نیوز» سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان او امریکا د اړیکو د ښه کېدو او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د بېرته پراخېدو لپاره اړینه ده چې کابل د هغو امریکايي وګړو په اړه د واشنګټن اندېښنې روښانه کړي چې په افغانستان کې بندیان یا ورک دي.

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا هم باید د خپلو سیمه‌ییزو او ستراتېژیکو ګټو له مخې له افغانستان سره خپلې اړیکې او خبرې زیاتې کړي، ځکه د ده په باور، په افغانستان کې د اړیکو او حضور تشه د امریکا سیالان او وسلوالې ډلې ډکولای شي.

د خلیلزاد په وینا، افغانستان اوس له څو مهمو ستونزو سره مخ دی چې د امریکايي وګړو برخلیک، د امریکا د شل کلن حضور او پانګونې له پای ته رسېدو وروسته رامنځته شوې ناهیلي، او د اسلامي امارت ځینې پالیسۍ، په ځانګړي ډول د نجونو پر زده کړو محدودیتونه، پکې شامل دي.

هغه د نجونو د زده کړو محدودیتونه له هغو موضوعاتو څخه بللي چې د امریکا د شل کلنې تګلارې له مهمو ادعاوو سره تړاو لري او د اسلامي امارت دا پرېکړه یې له اخلاقي او ټولنیز پلوه ناسمه او لنډمهاله بللې ده.

خو نوموړي ویلي، په افغانستان کې د ځینو برخو وضعیت د لومړنیو اټکلونو په پرتله ښه دی. د ده په وینا، د زیربناوو پراختیا، د کرنې ملاتړ او له سیمه‌ییزو هېوادونو، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ازبکستان سره د اړیکو پراخېدل د پام وړ بدلونونه دي.

خلیلزاد د افغانستان او پاکستان د اړیکو له خرابېدو هم یادونه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان بېرته پخوانیو تګلارو ته ګرځېدل او د افغان حکومت د مخالفو ډلو ملاتړ هغه بدلونونه دي چې اټکل یې اسانه نه و.

هغه په افغانستان کې د سیاسي بدلون د بهیر اوږدېدو ته هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د راتلونکي اساسي قانون او سیاسي نظام لپاره د څرګندې لارې‌نقشې نشتوالی د اندېښنې وړ او ناهیلوونکی دی.