اسلامي امارت له امریکا سره د اړیکو د نوي پړاو غوښتنه کوي

0
82
Afghanistan and United States flags together realtions textile cloth fabric textur

پنځه کاله وروسته له هغه چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل، اسلامي امارت هڅه کوي له واشنګټن سره د اړیکو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي. په دې لړ کې د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا ټینګولو ترڅنګ د افغانستان د کانونو، زېربناوو او نورو اقتصادي برخو کې د امریکا د پانګونې موضوع هم مطرح شوې ده.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، افغانستان له امریکا سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ د اړیکو د نوي پړاو پیل ته چمتو دی، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو بېرته مېشتېدو ته اجازه نه ورکوي.

متقي ویلي، امریکا کولای شي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او دیپلوماتیک حضور ولري. د نوموړي په وینا، واشنګټن کولای شي د افغانستان د کانونو، بندونو، سړکونو او نورو پراختیايي پروژو په برخو کې هم پانګونه وکړي.

دا هڅې په داسې مهال کېږي چې اسلامي امارت غواړي د نړیوالې انزوا د کمولو ترڅنګ خپلې اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې له بېلابېلو هېوادونو سره پراخې کړي. کابل په وروستیو کلونو کې له منځنۍ اسیا سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې، له روسیې سره یې اړیکې نږدې کړې او له یو شمېر اروپايي هېوادونو سره یې د کډوالۍ په تړاو هم خبرې کړې دي.

خو د راپور له مخې، امریکا تر اوسه له امارت اسلامي سره د اړیکو د عادي کولو لپاره څرګنده لېوالتیا نه ده ښودلې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن له اسلامي امارت سره هغه مهال تعامل کوي چې دا کار د امریکا د خلکو له ګټو سره سمون ولري.

د امریکا حکومت پر اسلامي امارت نیوکه کړې چې د افغانستان د ثبات او ترهګرۍ ضد ژمنو په برخه کې یې لازم اقدامات نه دي کړي. امارت اسلامي بیا ټینګار کوي چې افغانستان خوندي دی او هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د نورو هېوادونو پر ضد له افغان خاورې فعالیت وکړي.

د دواړو لورو ترمنځ د بګرام هوايي اډې موضوع هم له اختلافاتو څخه ده. د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې ته د امریکا د بېرته ستنېدو غوښتنه د امارت اسلامي له لوري نه ده منل شوې. کابل همداراز په افغانستان کې د پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو د بېرته سپارلو غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

متقي ویلي، افغانان په خپله خاوره کې د بل هېواد پوځي حضور نه غواړي او د افغانستان تېر تاریخ د دې موضوع بېلګې وړاندې کوي.

په ورته وخت کې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هڅه کوي د ټرمپ د اقتصادي او معاملوي سیاست له لارې له واشنګټن سره د تعامل لپاره فرصت پیدا کړي. هغه باور لري چې د ټرمپ عملي تګلاره او د معاملې کولو هڅې ښايي د دواړو لورو ترمنځ د رغنده اړیکو لپاره زمینه برابره کړي.

افغانستان د لیتیوم، مسو، اوسپنې او یو شمېر نادرو او مهمو کانیزو توکو پراخې زیرمې لري. د نیویارک ټایمز په وینا، د دغو کانیزو سرچینو یوه برخه د امریکا لپاره هم ستراتېژیک ارزښت لرلای شي.

سره له دې، د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لپاره لا هم د سیاسي، امنیتي او دیپلوماتیکو اختلافاتو د هواري اړتیا شته.