یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنوې څېړنه: په افغانستان کې د امریکا له څلورو ښځینه سرتېرو یوې...

نوې څېړنه: په افغانستان کې د امریکا له څلورو ښځینه سرتېرو یوې یې جنسي تېری تجربه کړی

ويب ډيسک

د امریکا برون پوهنتون د نړیوالو چارو موسسې پورې اړوند د « جګړې پروژې» څيړنې ښيي چې په افغانستان کې د متحده ایالتونو له هرو څلورو ښځینه سرتېرو یوې یې « جنسي تېری» تجربه کړی دی.

چهارشنبه د زمري پر۲۴ مه د « جګړې لګښت» په نوم خپرونې د دې څېړنې د موندنو په خپرولو سره لیکلي د امریکا  ۱.۹ سلنه نارینه سرتیري هم په افغانستان کې له «جنسي تېري» سره مخ شوي دي.

د څېړنې له مخې، دغه سرتیري له  ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې په افغانستان کې د خدمت پر مهال له «جنسي تېري» سره مخ شوي دي.

د دغې څېړنې موندنې دغه راز ښيي چې تورپوستې ښځې او LGBT سرتېري د امریکا په پوځ کې تر نورو زیات له « جنسي ځورنې » سره مخ شوي دي.

د برون پوهنتون موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د امریکا په پوځ کې د «جنسي تېري» پیښې شاوخوا ۱۵۰ زرو ته رسېدلي دي.

تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی و، چې په ۲۰۲۱ کال کې د دغه هېواد پر سرتېرو د جنسي تېري ۳۵ زرو ۹۰۰ او په ۲۰۲۳ کال کې ۲۹ زره پېښې ثبت شوې دي.

خو د برون پوهنتون څېړنو د دغو شمېرو اپوټه، په ۲۰۲۱ کال کې پر امریکايي پوځیانو د جنسي تېري د ۷۵۵۶۹ پېښو او په ۲۰۲۳ کال کې د ۷۳۶۹۵ پېښو خبره کړې ده.

د دغه راپور لیکونکې جنیفر ګرینبرګ ویلي دي: «د سپتمبر له یوولسمې وروسته جګړو کې د ځواکونو چمتووالي ته لومړیتوب ورکول د دې لامل شول چې په پوځي ادارو کې د جنسي تېري، کورني تاوتریخوالي او جنسي نابرابرۍ ستونزې زیاتې شي.»

سره له دې، د امریکا دفاع وزارت په خپلو سرتیرو کې جنسي تاوتریخوالی « نه زغمل کېدونکی» بللی او اعلان یې کړی چې د مناسبې زمینې برابرولو او د جنسي تېري مخنیوي او د تورنو کسانو  پوښتنو او ګروېږنو ته به دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم پر امریکایي سرتېرو د «جنسي تېري» د پېښو راپورورکړل شوی دی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه