یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيد افغان ښځو د عدالت‌غوښتنې خوځښت له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې...

د افغان ښځو د عدالت‌غوښتنې خوځښت له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل رټل شوی بللی

ويب ډيسک

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو درېیمې کلیزې په مناسبت د افغان ښځو د عدالت غوښتنې ټولنې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره د تعامل بهیر پای ته ورسوي.

دغو مېرمنو پنجشنبه د زمري پر ۲۵مه په یوې ویناپاڼې کې لیکلي چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې پټې ناستې او هوکړې په دغه هېواد کې له بشري حقونو د سرغړاوي لامل شوې دي.

نوموړي خوځښت یادونه کړې چې طالبانو د تېرو درېیو کالو په لړ کې د افغان ښځو پر کار او ژوند څه باندې ۷۲ محدودونکي فرمانونه صادر کړې دي.

د یاد خوځښت په ویناپاڼې کې راغلي: «د طالبانو له خوا د سوله‌ییزو راټولېدونو تاوتریخجن ځپل، شکنجې، وژنې او له بشري حقونو سرغړونې ډېرې شوې دي.»

له دې وړاندې د افغان ځواکمنو ښځو غورځنګ بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو حقونو ته د نړیوالو د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه