دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهباور غورځنګ :د طالبانو له راتګ سره سم په تېر يوه کال...

باور غورځنګ :د طالبانو له راتګ سره سم په تېر يوه کال کې ۹۵ سلنه خلک د فقر سره لاس او ګرېوان دي

پښتو جرنل 
د باور غورځنګ لخوا د جمهوریت د پرزېدو د اګست ‍۱۵ مه په هکله مطبوعاتو ته خپور شوي وویلي چې

له بده مرغه د ګران هېواد تېر پنځوس کلن تاریخ له خورا ډېرو بدمرغیو، ناخوالو، جګړو، بې سوادي، فقر او بې ثباتیو ډک تاریخ دی. خو، د تېر کال د اګست پر ۱۵مه پاتې مړاوې هيلې هم له خاورو سره خاورې شوې.

د افغانستان اسلامي جمهوریت په سقوط کې ټولو خواوو په ځانګړي ډول متحده ایالاتو، افغان دولت، طالبانو او پاکستان رول لاره. لاکن د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې افغان ملت ته تر ټولو ډېر مسؤول لوری پخوانی افغان دولت په ځانګړي توګه پخوانی ولسمشر، د نوموړي مرستیالان، د امنیت شورا سلاکار او د امنیتي او دفاعي ادارو مشران دي، چې د تاريخ او افغان ملت وجداني محکمه به یې هیڅکله و نه بښي.

د طالبانو له راتګ سره سم په تېر يوه کال کې ۹۵ سلنه خلک د فقر له هغې کچې سره لاس او ګرېوان دي چې د دوه وخت ډوډۍ نه لري، اقتصادي بحران په اوج کې دی، شاوخوا ۳ میلیونه افغانان ګاونډي او غربي هېوادونو ته مهاجر شول او دا لړۍ لا هم دوام لري. همدارنګه د افغان بچۍ پر مخ د ښوونځي دروازې وتړل شوې، د فکر او بیان ازادي له افغانانو واخیستل شوه، افغانستان د نړۍ له لوی کوره منزوي شو، د هېواد معدن د پاکستان لاسته ولوېد او د نړۍ تر ټولو ستر ترهګر د کابل په زړه کې استوګن شو.

باور غورځنګ په دې باور دی چې بحرانونه هیڅکله تلپاتې نه وي بلکې فرصتونه یې ځای نیسي. د افغانستان خاوره او ملت د دې شاهدان دی چې هیڅ ناخوالي هم ډېر دوام نه دی کړی. طالبانو په خپل يو کلن حاکمیت کې وښوده چې دوی نه یوازې چې د دولتدارۍ ظرفیت نه لري، بلکې د افغانستان او افغان ملت د ښېرازۍ هوډ هم نه لري.

لذا، باور غورځنګ د افغانستان او افغان ملت د ښېرازۍ له پاره په نړۍ وال سټېج خپلې هر ممکنه مبارزې ته دوام ورکوي. باور غورځنګ په دې باور دی چې د افغانستان ستونزه یوازې او یوازې په سیاسي تفاهم حل کېږي او د دې کار له پاره د ټولو نړۍ والو اصولو او مقرراتو په رڼا کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه