دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد زمري ۲۴مه زموږ په کالیزه کې تور ټکی دی.

د زمري ۲۴مه زموږ په کالیزه کې تور ټکی دی.

ويب ډیسک

امرالله صالح وايي يو کال شو چې د بې ادبه طالب ملېشو له لوري خلک يرغمل شوي او د دوی له لوري ظلم، تربګني، د معارف، کلتور او هويت ضد کړنې روانې دي.

ښاغلي صالح په خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي، د زمري ۲۴مه زموږ په کالیزه کې تور ټکی دی، له دې اسارته وتل حتمي دي.

پوره کال وړاندې په همدې ورځ کابل وپرځېد او طالبانو واک ترلاسه کړ.

نوموړی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه او ګڼ شمېر نوموتې څېرې تېر يو کال د افغانانو لپاره له ناورينه ډک کال بولي.

ځيني مدني او سياسي فعالين دغه ورځ د افغانستان په تاريخ کې توره ورځ ګڼي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه