ويب ډیسک
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، سوېډن کې د یوه عراقي کډوال له لوري د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې، افغانستان کې د سويډن هېواد له لوري تمویل شویو سازمانونو سره هوکړه لیکونه نه امضا کوي.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت افغانستان کې د سويډن هېواد اړوند ټولو سازمانونو پر فعالیت بندیز وضع کړی ؤ او له هغه هېواده یې غوښتي ؤ، چې د نړۍ له مسلمانانو بښنه وغواړي.
له بلې خوا د افغانستان لپاره د سويډن کميټې له ت.البانو سره د خبرو اترو غوښتنه کړې او ویلې یې دي، چې د ت.البانو بندیز به افغانانو سره د دې موسسې پر مرستو منفي تاثیر وکړي.
ټولنیزو شبکو کې یو شمېر افغانان نیوکه کوي، چې افغانستان کې د سويډن هېواد اړوند موسساتو پر فعالیت بندیز وضع کول یوازې افغانانو ته زیان رسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې کويټ هېواد د قران سوځولو په غبرګون کې په سوېډڼي ژبه د قرانکریم د سل زره نسخو د چاپ اعلان کړی دی.
#Sweden #Afghanistan


