ویب ډیسک
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې (یو این ایچ سی ار) وایې افغانان د نړۍ د کډوالۍ لویه برخه تشکیلوي.
دغه ادارې ویلي، هغه افغانان چې په زور او جبر کډې ور پر سر شوي نړۍ کې شمېر نهوو میلیونو ته رسېږي.
یو این ایچ سی ار وايي درې اعشاریه ۲۵ میلیونه نور افغانان خپل هیواد کې دننه له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
د کډوالو د نړیوالې ادارې په وینا پاڼه کې راغلي، دا مهال ۲۹۵ زرو افغانانو د نړۍ بیلابیلو هیوادونو کې د پناه غوښتنلیکونه ورکړي.
د افغانانو ډېر شمېر یې پر ناقانونو لارو لویدیځ او نورۍ نړۍ ته ځي.


