ويب ډیسک
جنرال آصف منیر چې د پاکستان د وسله وال پوځ مشر دی د بلوچستان مرکز کوټه کې د پوځ هغه مرکز ته تللی و، چیرته چې د ژوب سیمې پر یوه پوځي مرکز وړمه ورځ برید شوی وو.
د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ای اېس پي ار مسوولینو په وینا جنرال منیر په هغه برید کې د وژل شویو پوځیانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل.
د یادونې ده چې وړمه ورځ وسله والو کسانو کوټې ته نژدې د پاکستاني پوځ پر ګارنیزیون برید وکړ او وروسته د پاکستان پوځ رسنیز مرکز مسوولینو وویل، چې په نښته کې نهه پوځیان او پنځه وسله وال وژل شوي دي.


