سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشهباز شریف وايي، په راتلونکې اګست میاشت کې به واک سرپرست حکومت...

شهباز شریف وايي، په راتلونکې اګست میاشت کې به واک سرپرست حکومت ته وسپاري.

ویب ډیسک

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، په راتلونکې اګست میاشت کې به واک سرپرست حکومت ته وسپاري.
نوموړي پاکستاني ملت ته په یوه وینا کې وویل، د ده په مشرتابه اوسنی حکومت د هېواد په تاریخ کې لومړنی ائتلافي حکومت دی چې تر ټولو لنډه موده یې د هېواد واګې ترلاسه کړې او په وینا یې د پاکستان د تاریخ له تر ټولو لویو ګواښونو سره مخامخ و.
ښاغلي شریف خپل ملت ته وویل: ”څه باندې یو کال مخکې چې تاسې د لومړي وزیر په توګه ماته کوم مسوولت سپارلی و، د هېواد او ستاسې ټولو د خیر، ښېګړې او خدمت دا سپېڅلی امانت به موږ د ۲۰۲۳ کال په اګست کې سرپرست حکومت ته وسپارو. ”
د یادونې ده، چې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان ائتلافي فدرالي حکومت ۱۵ میاشتې واکمني وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه