سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد سفارتونو کارکوونکي دې خپل صورت په سنت برابر کړي

د سفارتونو کارکوونکي دې خپل صورت په سنت برابر کړي

ويب ډیسک

د ت.البانو د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې د افغانستان د سفارت او هېواد کې دننه ریاستونو له کارکوونکو غوښتي، چې خپل صورت او سیرت دې د نبوي او شرعي احکامو سره برابر کړي.

په یوه اروپایي هېواد کې د افغانستان د سفارت یوې سرچینې د ت.البانو مکتوب تاییدوي او وایي چې ټولو سفارتونو ته لېږل شوی دی.

په مکتوب کې همدارنګه غوښتل شوي، چې کارکوونکي دې په رسمي وختونو کې لمونځ په جمع وکړي او عقیدتي درسونه دې تعقیب کړي.

ت.البانو تر دې وړاندې خپلو ادارو کې د عقیدې ازموینې پیل کړي او ادعا کوي، چې افغانستان کې یې سوچه اسلامي نظام رامنځته کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د یادې ډلې حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی او یوازې د څو سفارتونو چارې یې استازو ته سپارل شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه