دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخواجه اصف وايي، افغانستان د یو ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار...

خواجه اصف وايي، افغانستان د یو ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار نه ترسره کوي او نه د دوحې پر تړون عمل کوي.

ويب ډیسک

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، افغانستان د یو ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار نه ترسره کوي او نه د دوحې پر تړون عمل کوي.

خواجه اصف د جولای پر ۱۵مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستان له ۵۰ تر ۶۰ لکو افغانانو ته له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې پناه ورکړې ده.

د ده په وینا، “د دې برعکس په افغانستان کې هغو ترهګرو ته پناه ځایونه ورکړل شوي چې د پاکستانیو وګړو وینې تویوي او دا حالت نور جاري نشي پاته کېدای.”

خواجه اصف له نور تفصیل ورکولو پرته لیکلي چې ” پاکستان به د خپلو وګړو او خاورې د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو وسایل کار اخلي.”

دا له هغه یوه ورځ وروسته ده چې د پاکستان پوځ د جولای پر ۱۴مه په افغانستان کې د “تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پټنځایونو پر موجودګۍ” او د هغې ډلې لپاره د “عملیاتو پر ازادۍ” د “سختې اندېښنې” څرګندونه وکړه.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د جولای پر ۱۴مه د کوټې چاوڼۍ ته سفر وکړ چې پر مهال یې ورته امنیتي چارواکو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د ژوب د وروستي “ترهګر” برید په اړه معلومات ورکړل.

په بیان کې راغلي چې جنرال منیر د کوټې په سي اېم اېچ روغتون کې په هغه حمله او نښته کې د ژوبلو سرتېرو پوښتنه وکړه.

د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي ول چې په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د پوځ په وینا، په چاوڼۍ کې تر یوشمېر ساعتونو نښته او بیا تصفیوي عملیات روان ول. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

د جولای پر ۱۴مه د ای اېس پي ار په بیان کې راغلي دي چې د پاکستان پوځ د طالبانو له حکومته تمه لري چې د افغانستان خاوره به د “هېڅ هېواد پرضد د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرې نه ږدي” او د ۲۰۲۰ز کال د دوحې موافقې ژمنې پوره کړي.

بیان وايي چې په پاکستان کې “په ترهګرۍ کې د افغان وګړو ککړتیا” بله “مهمه مسله ده چې باید حل شي.” پوځ وايي، د ژوب چاوڼۍ په څېر حملې “د زغملو نه دي” او پر وړاندې به یې “موثر غبرګون” ښيي.

بیان زیاتوي چې د پاکستان په مختلفو برخو کې د وسلوالو پرضد عملیات د پخوا په څېر دوام لري.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهېل شاهین په دې اړه د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دوی تل د دې وضاحت کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه