پښتو جرنل
ژوب کې د بې امني پر ضد د د امن په نوم اولسي جرګه په ژوب ښار کې وشوه
.
جرګه کې د بېلابېلو ګوندونو تر څنګ پښتون ژغورنې غورځنګ ،معدني فعالان او قامي مشرانو په ګڼ شمېر ګډون درلود .
د جرګې په اعلاميه کې ویلي شوي چې
. د دنه سر د ایف سي د پوستې په سرتېرو دې ایف آئی آر درج کړل شي .
.د دنه سر پوسته دې ختمه کړل شي او یاده پوسته دې د ځايي پوليسو یا لیویزو ته وسپارل شي.
.عدالتي کمیسیون دې جوړ شي یاد عدالتي کمیسیون دې د دنه سر پيښې څېړنه وکړي .
.له شمالي بلوچستان ( پښتني سیمې ) نه دې ایف سي ټولې چوکۍ ختمې کړل شي .
. د ژوب د پوځي مرکز برید کوم چې په ۱۲مه جولائی وشو په دې برید کې د عام وګړو ته مرګ ژوبله واوښته د یادې پيښې څيړنه دې هم همدا عدالتي کمیسیون وکړي .
یاد دي وي چې جرګې حکومت ته د خپلو د غوښتنو د منلو لپاره د ۳۰ مه جولائی پوره وخت ورکړ ، که چرته غوښتنې ونه منل شوې نو هغه نه وروسته ته به احتجاجونه لړۍ پيل کيږي.
یاد دي وي چې جرګې د ژوب کمشنر کور مخته روان پرلت هم له ۳۰ جولائی پورې وځنډاوو .
د یادونې وړ ده چې یاد جرګه د شیراني والسوالۍ د دنه سر په سیمه کې رامنځته شوې ترهګری پیښې نه ورورسته راوغوښتل شوه ،یاد ترهګرۍ پیښې کې درې ځايي پولیس سرتېري وژل شوي وو.


