د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) د راپور له مخې، په افغانستان کې د اوبو بحران د تېر کال پر مهال نور هم شدید شوی او د هېواد له لوېدیځو سیمو تر شمال ختیځ بدخشان پورې وچکالۍ پراخ اغېز کړی دی.
راپور وایي چې د افغانستان ۹۲ سلنه کورنیو د وچکالۍ اغېزې احساس کړې دي. د اقلیمي بدلون په برخه کې د ملګرو ملتونو کارپوه نجیب الله یوسفي ویلي، افغانستان چې ډېره تکیه یې پر کرنې ده، د اوبو کمښت پکې د خوړو ناامني زیاته کړې او د روغتیا پر سکټور یې هم منفي اغېزې کړې دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د وچو شویو او یا غیر فعالو اوبو سرچینو راپورونه درې چنده زیات شوي، او په ټول هېواد کې د څښاک د کافي اوبو لاسرسی له ۵۹ سلنې څخه ۴۴ سلنې ته راټیټ شوی دی.
راپور خبرداری ورکوي چې د اقلیمي بدلون او چټک ښاري پراختیا له امله ښايي کابل تر ۲۰۳۰ کال پورې د ځمکې لاندې اوبو له جدي کمښت سره مخ شي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هم ویلي چې د هېواد په لویو ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبه، چې د خلکو د څښاک اصلي سرچینه ده، په چټکۍ سره کمېږي.
بل لور ته، د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ایران او پاکستان څخه تر پنځو میلیونو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
ډېری دغه ستانه شوي کسان هڅه کوي په کابل کې نوی ژوند پیل کړي، ځکه دوی باور لري چې د شپږو میلیونو څخه د ډېر نفوس لرونکی ښار به د کار او ژوند غوره فرصتونه ولري. خو کارپوهان وایي چې د نفوس زیاتوالي د اوبو اړتیا ډېره کړې، په داسې حال کې چې د باران کچه کمه ده او د ځمکې لاندې اوبه بېرته نه شي پوره کېدای.
سره له دې، د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د روان کال بارانونه د تېر کال په پرتله ښه وو، او هیله شته چې دا بارانونه د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو په پیاوړتیا او د حاصلاتو په ښه والي کې مرسته وکړي.


