یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعبدالرحيم زیارتوال: د چمن په ګډون ټوله پښتونخوا د اقتصادي برید لاندې...

عبدالرحيم زیارتوال: د چمن په ګډون ټوله پښتونخوا د اقتصادي برید لاندې ده

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکز عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال په چمن کې د ولسي غونډې د تیاریو په تړاو جوړو شوو غونډو ته د وینا پر مهال وویل، چې د چمن په ګډون پر ټولو پښتنو اقتصادي برید روان دی. ده وویل، د سرحدي سوداګرۍ بندول د پښتون ضد پالیسۍ برخه ده، چې موخه یې پښتانه په خپل وطن کې له خپلو طبیعي شتمنیو او معدني زیرمو بې برخې کول، او هغوی د مزدورۍ او لوږې ژوند ته اړ ایستل دي.

 

هغه وویل، د چمن، کدني پشین، بادیني، قمرالدین کاریز، غلام جان بندر، انګور اډه، تورخم، ناوا پاس (باجوړ) او نورو سوداګریزو لارو تړل، او په ځانګړي ډول د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له پېړیو راهیسې روان تګ راتګ بندول، په ټول پښتون وطن کې د روزګار د له منځه وړلو سبب شوي دي.

 

عبدالرحیم زیارتوال وویل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند نن هم دا غوښتنه لري چې د ډیورنډ کرښې ټولې سوداګریزې لارې دې سمدستي پرانیستل شي او له پېړیو راهیسې روان تجارت او ولسي تګ راتګ دې بېرته بحال کړل شي.

 

هغه زیاته کړه، چې په هېواد کې د انګرېزانو له لوري په اداري توګه وېشل شوې پښتنې سیمې، یعنې خیبر پښتونخوا، د برتانوي بلوچستان پښتون مېشتې سیمې، اټک او میانوالۍ دې سره یوځای کړل شي او د «پښتونستان» په نوم دې یوه خپلواکه ملي واحده جوړه شي. نوموړي وویل، چې په دې ملي صوبه کې دې د پښتنو پر خاوره او سرچینو د هغوی د اولادونو د مالکیت او واکمنۍ حق ومنل شي، او په بلوچستان کې دې د پښتون او بلوچ ولسونو برابري په ټولو برخو کې تسلیم شي.

 

زیارتوال وویل، پښتانه د یوه قوم په توګه په دې هېواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي. د ده په وینا، په کراچۍ، لاهور او د هېواد په نورو ښارونو کې پښتنو ته د کاروبار، هوټلونو، سوداګرۍ او روزګار اجازه نه ورکول کېږي، او د کسټم، ایکسائز او نورو ادارو له لوري پر پښتني بازارونو او سوداګریزو مرکزونو چاپې وهل کېږي، چې له امله یې پښتانه سوداګر له میلیاردونو روپیو زیانونو سره مخ شوي دي.

 

هغه د ګوند له غړو وغوښتل، چې د خپلو خلکو د ستونزو د حل لپاره دې د ملي مشر محمود خان اڅکزی په مشرۍ روانه مبارزه نوره هم پیاوړې کړي، تنظیم دې فعال او منظم کړي، او د ولسي غونډې د بریا لپاره دې شپه او ورځ کار وکړي او خلکو ته دې په پراخه کچه د ګډون بلنه ورکړي.

 

د روغاني او بوغره تحصیلي کمېټو د غونډو مشري عبدالرحیم زیارتوال وکړه. دغو غونډو ته د ګوند صوبايي سینیئر مرستیال او د کوټې ضلعي سېکرټر سید شراف اغا، صوبايي جنرل سېکرټر کبیر افغان، د ضلعې قائم مقام سېکرټر جمال خان اڅکزی، د بوغره تحصیل سېکرټر ظهیر احمد اڅکزی او د تحصیل سینیئر معاون سېکرټر احمدزي هم ویناوې وکړې.

 

په غونډه کې د ګوند مرکزي سېکرټر صلاح الدین خان ناظم، صوبايي ایګزېکټو غړي اقبال خان بټېزی، حفیظ ترین او د چمن ضلعي کمېټې نورو غړو هم ګډون کړی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه