ويب ډیسک
دغه ځانمرګی برید د شنبې په ماښام د میران شاه اړوند په «عیدک کلي» کې د پاکستاني پوځ د ګزمې پر موټر شوې دی.
د چارواکو د معلوماتو په اساس په دغه چاودنه کې درې ماشومان هم وژل شوي دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو په اړه خواشیني ښودلې ده.
هغه ویلي چې د خپلو سرتیرو د ویند غچ به اخلي او ټینګار یې کړی چې د تروریزم ریښې به باسي.
بلخوا د امریکا غږ ډېوې څانګې د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې په پر پاکستاني پوځیانو دغه برید کې څلور پاکستاني سرتیري ټپيان شوي هم دي.
سرچینې ویلي چې د دوو پاکستاني عسکرو روغتیايي حالت خراب دی.
د پاکستان پوځ ویلي چې تر پېښې وروسته سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او تصفیوي عملیات یې پيل کړي دي.
تر دا مهاله ددغه ځانمرګي برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
په اسلام اباد کې د امنیت او شخړو د څېړنیز انستیتوت د تازه راپور له مخې د مارچ میاشتې په پرتله په تیره اپرېل میاشت کې پر پاکستاني پوځاینو بریدونو کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یاد انستیتیوت د معلوماتو په اساس یاد بریدونه تر ډېره په قبایلو سیمو او خیبرپښتونخوا شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په اپرېل میاشت کې د ۳۴ وسله والو بریدونو له امله ۳۴ امنیتي سرتیرو، ۱۳ ملکي وګړو او اتو وسله والو په ګډون ۵۵ کسان وژل شوي دي.


