یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتيره ورځ ٧٢ افغانۍ کورنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوي...

تيره ورځ ٧٢ افغانۍ کورنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوي دي٠

ویب ډیسک

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، تيره ورځ ٧٢ افغانۍ کورنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوي دي٠

ياد وزارت وايي دغه کورنۍ چې د غړو شمير يې ٥٢١ کسانو ته رسېدى د سپين بولدک – چمن لارې کندهار ولايت ته ستنې شوي دي٠
د بيان لمخې دغه افغان کورنيو په پاکستان کې د اوسېدنې قانوني اسناد نلرل٠
د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم له پاکستان څخه لسګونه کورنۍ د سپين بولدک چمن له لارې افغانستان ته ستنې شوي وې٠

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د دې تر څنګ له ايران څخه هم د نژدې ٢٠٠٠ افغان کډوالو د را ستنېدو خبر ورکړى دى٠

ياد وزارت ويلي دغه افغان کډوال چې شمير يې ٢٨٢٨ کسانو ته رسېږي تيره له نيمروز ولايت سره پر پوله د ايران څخه په زوره او داوطلب ډول هيواد ته ستانه شوي دي٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه