یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان د یوه خپلواکه دولت د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو...

افغانستان د یوه خپلواکه دولت د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو مشروع حق څخه ملاتړ کوي.

ویب ډیسک

کابل – بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د فلسطین د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي ریاض المالکي سره د يوې تلیفوني اړيکې په ترڅ کې، د روژې په مبارکه میاشت او د اختر په ورځو کې په فلسطیني وګړو باندې د بریدونو او یرغلونو دوام غندنه وکړه او دا خونړۍ بریدونه یې د اسلامي هېوادونو او سوله غوښتونکي ملتونو لپاره د نه‌منلو وړ وباله او په سیمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي پای غوښتنه وکړه.

ښاغلي اتمر د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونو فلسطیني ملکي وګړو د شهادت له امله، د فلسطین له حکومت او خلکو سره د ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د خلکو ژوره خواشیني څرګنده کړه او ټپیانو ته يې د الله تعالى له دربار څخه د چټکې روغتیا هیله وکړه.

د هېواد بهرنیو چارو وزیر همداراز د فلسطین له ځوريدلي ولس سره د افغانستان د خلکو پیوستون په داګه کړ او ویې ویل چې افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ١٩٦٧ پریکړه لیک سره سم، د مشخص شويو سرحدونو په چوکاټ کې د یوه خپلواکه دولت د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو مشروع حق څخه ملاتړ کوي.

د خبرو په ترڅ کې، ښاغلي المالکي د هېواد د بهرنیو چارو وزیر څخه د هغه د خواخوږۍ له امله مننه وکړه او د فلسطین د خلکو د مشروع حقونو لپاره یې د اسلامي هیوادونو او د نړۍ د سوله پالو هېوادونو ملاتړ مهم او ارزښتناکه وباله.

په پای کې، ښاغلي اتمر ښاغلي مالکي ته بلنه ورکړه چې په یو مناسب فرصت کې افغانستان ته سفر وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه