دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههرات پولیسو ته لارښوونه د سوداګرو او پانګوالو د امنیت ساتنې په...

هرات پولیسو ته لارښوونه د سوداګرو او پانګوالو د امنیت ساتنې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي

ویب ډیسک

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنعت خونې له غړو او پانګوالو سره وکتل او د دوی د شته ستونزو د اورېدنې سربېره یې د امنیت د لا ښه والي په پار اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنعت خونې غړو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره د کتنې په ترڅ کې په صنعتي سیمو کې د اطفاییوي امکاناتو د نشتون، د پانګوالو د فېزیکي امنیت د ساتنې په برخه کې د ضعف او همدارنګه له ګمرکونو سره د کمیساریو د رسمیاتو د نه یووالي ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتونکي یې شول.

په همدې حال کې؛ د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د پانګوالو پر وړاندې د شته ستونزو تر اورېدنې وروسته دوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به یې په جدي توګه رسېدنه کېږي او د وضعیت د ښه والي په موخه به یې اقدام وکړي.

ښاغلي حیات وویل، چې د سوداګرو او پانګوالو د امنیت ټینګښت د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه لومړیتوب دی او له همدې کبله د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ ته لارښوونه وشوه څو د سوداګرو او پانګوالو سره نږدې اړیکې جوړې کړي او د امنیت ساتنې په برخه کې یې لازم تدابیر ونیسي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه