ويب ډیسک
نیویارک ټایمز راپور ورکوي، امریکايي چارواکي باور لري چې د روسیې له لوري پر اوکراین ویشتل شوي بالستیک توغندي په یوې پخوانۍ نامعلومې وسیلې سمبال دي چې په هوا کې یې د تعقیب او له منځه وړلو مخه نیسي.
ورځپاڼې د یوه چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی موندلی، راپور ورکړی چې دغه وسیله چې د الکساندر اوم په لنډ واټن بالستیک توغندیو جوړه شوې، هر یو ۳۰ سانتي متره اوږدوالی لري او د رادیو څپې له منځه وړي چې د رادارونو تعقیب ګډوډوي.
سربیره پردې دا د تودوخې سرچینه لري چې د الوتکو ضد توغندي جذبوي. چارواکي وویل چې د ۱۹۷۰ لسیزې رادار دا ډول تجهیزات په اټومي جنګي کښتیو کې کارول شوي دي.
د دغو توکو عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي، خو ماهرین یې په پېژندلو کې نه دي توانېدلي.
تر دې وړاندې د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي و چې روسیې پر اوکراین د فبرورۍ د ۲۴مې نېټې له برید راهیسې ۹۰۰ توغندي توغولي دي.


