پښتو جرنل
دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلې خپره شوې مطبوعاتي اعلامیه کې د بنو د پښتون قامي جرګې هرکلی کړئ
پخوانی جمهور رئیس دغه ستره جرګه په سیمه او افغانستان کې د موجودو ستونزو د اوارولو لپاره نېک او اغېزمن ګام بللی او د یادې جرګې له پرېکړه لیک څخه يي خپل کلک ملاتړ اعلان کړی.
همداراز حامد کرزی په یاده غونډه کې د ښځو پراخ ګډون او په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي چارو کې د ښځو د حقوقو د تامین لپاره د جرګې د سپارښتونو ستاینه کړې.


