ويب ډیسک
د امریکا له وتلو وروسته چین په دې لټه کې دی چې د افغانستان د معدنونو د استخراج قراردادونه ترلاسه کړي.
په دې اړه یې له ا.ا.سره د مس عینک د کان د استخراج په اړه خبري شروع کړیدي.
د مس عینک کان د جهان د مسو یو ستر معدن ګڼل کیږي، خو تر اوسه پوري جدي کار ندی پر پيل سوی.
ريپوټ زیاتوي چې د افغانستان د مسو کیفیت عالي دی او په نړۍ کې د مسو قېمت لوړ شوی دی او تر څنګ یې چین زیاتو مسو ته اړتیا لري.
دغه راز چین غواړي چي د افغانستان په شمال کې د تیلو او ګازو په استخراج کې هم پانګونه وکړي.


