پښتو جرنل
د بلوچستان ایالت سیوۍ ښار نه ۶۰ کیلو میټره لرې غرڅني سیمه سانګان کې د پاکستان د ملشیې په سرتېرو بمي چاؤدنه شوې چې لکبله څلور سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړي او په دې چاودنه کې اته نور ټپيان شوي .
دا چاودنه هغه مهال وشوه کله چې د سرتېرو موټر یوه نوي جوړیدونکي پوستې په لور روان وو .
د لیویزو له لورې ویل شوي چې چاودیدونکي مواد همداې ځاي کې مخته ځای په ځای کړل شوي ؤ .
یاد دې وي چې په چاودنه کې د ۶ ټپیانو حالات د اندیښنې وړ ده نو له دې کبله هغه د چورلکې په مرسته د کوټې روغتون ته انتقال کړي .
په سیوۍ د روانې اونۍ کې د دویم برید ده چې ترسره شوي , یاد دې وي چې د مارچ په اتمه هم یو ځانمرګۍ برید وشو چې په کې ۷ سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړلو. ده یاد مسئوليت داعش په غاړه واخیست خو د نن برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه منلی.


