ویب ډیسک
ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپایي ټولنې له سفیرانو او استازو سره لیدنه
د لیدنې په مهال په پیل کې د اروپایي ټولنې سفیر ښاغلي اندریس وان خبرې وکړې، د افغان سولې پروسې، د امریکا متحده ایالاتو د طرحې او د ترکیې د کنفرانس په تړاو یې د اروپایي ټولنې نظر څرګند کړ او زیاته یې کړه د افغان سولې له پروسې او لاسته راوړنو اروپایي ټولنه ملاتړ کوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله افغانستان سره د اروپایي ټولنې له همیشنیو مرستو او له افغان سولې د ملاتړ مننې سره ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به د نړیوالو متحدینو او دوستانو په مرسته به افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې د ټنګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ورپسې یې د سولې په برخه کې په وروستیو بدلونونو، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې په ناسته، د امریکا متحده ایالاتو په وړاندې شوې طرحه، د مسکو او ترکیې په ناستو په مفصل ډول خبرې وکړې او د سولې ټنګښت په برخه کې یې د افغانستان اسلامي جمهوریت له کلک عزم او ارادې ډاډ ورکړ.
ورپسې د ناستې ګډونوالو خپل سوالونه او نظرونه شریک کړل، چې ورته ځوابونه وویل شول.


