دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمنظور پښتون وايي خیبر پښتونخوا حکومت ظلم خپله کوي او پړه په...

منظور پښتون وايي خیبر پښتونخوا حکومت ظلم خپله کوي او پړه په مرکزي حکومت اچوي

ویب ډیسک

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په خپل یوه خپور شوي بیان کې ویلي چې دا د څو ساعتونو وړاندې خبره ده چې د خیبر پښتونخوا انتظامیې د پښتون تحفظ موومنټ  ایالتي مشر خیرالامین، یواځې د دې له امله ونیوه او د ۳ ایم پي او لاندې بندي کړ، چې ولې یې د مولانا خانزیب په جنازه کې ګډون کړی و. یعنې د دې پر ځای چې د مولانا خانزیب قاتلان ونیول شي، اداره برعکس د جنازې ګډون کوونکي نیسي.

 

بل پلو ته، د صوبې حکومت هم د حالاتو په اړه هغه دریځ خپل کړی چې تل پوځ خپلوي. کله چې له پوځ وپوښتل شي چې ولې پر پښتنو چاودنې کېږي، نو سمدستي د هند نوم اخلي او له ځانه نه ځان خلاصوي. بلکل همدا حال د خیبر پښتونخوا د حکومت دی، چې په هره ستونزه کې د مرکز نوم اخلي او له خپلې ذمه وارۍ ځان خلاصوي.

 

د صوبې حکومتونه تل د پنجاب د واکمنو حلقو غلامي کړې ده. ملک نصیر آفریدي ته لاسونه وتړل شول او د نیغ په نیغه ن ليګ پنجاب حکومت ته وسپارل شو. د خیبر پښتونخوا د پی ټي آی حکومت او انتظامیې ته نه د هغه د سپینې ږیرې عزت مهم و، نه د هغه بې ګناهۍ خیال. نن هغه پنجاب کې لادرکه دی.

 

د خپل ټول عمر د پښتنو خدمت کوونکی سپین ږیری حاجي عبدالصمد هم د خیبر پښتونخوا انتظامیې د پیپلز پارټۍ د سندھ حکومت ته وسپاره، او هغه نن هم د سندھ د ګرمو سیمو په زندانونو کې له سختو کړاوونو سره مخ دی.

 

له وقار نه تر فضل امین آفریدی پورې، د کالج زده کوونکي د خیبر پښتونخوا انتظامیې وتښتول، بدترین تشدد یې پرې وکړ، او هڅه یې وکړه چې له هغوی نه په زور لاسلیکونه واخلي چې  پر ظلمونو خبرې بندې کړي.

 

مفتی منیر شاکر د شهادت نه څو ورځې وړاندې، د خیبر پښتونخوا انتظامیې د هغه د شخصي امنیت لپاره جاري شوو اسلحو جوازونه منسوخ کړل، ترڅو هغه له خپل امنیته بې برخې شي.

 

د کرم د مسئلې د حل لپاره چې پښتنو قومي جرګې د ټولې پښتون سیمو نه مشران راجمع کړل او یو لایحه جوړه کړه، نو خیبر پښتونخوا انتظامیې هغوی په کوهاټ کې ودرول چې دا کار و نه کړي.

 

کله چې پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر جرګې د شهیدانو لپاره د ایف آی آر درج کولو هڅه وکړه ـ چې پکې محسن نقوي، د پولیسو IG او نور چارواکي شامل وو ـ نو دغه ایف آی آر ونه ثبت شوه، بلکې برعکس د جرګې پر منتظمینو د قتل ایف آی آر درج شو. پکې خان ولي آفریدي، حاجي عبدالصمد، او ملک نصیر شامل وو، چې سختې زندانونه یې تېر کړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه