دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمطیع‌الله تراب ناڅاپي مړینه،لامل يي څه وؤ

مطیع‌الله تراب ناڅاپي مړینه،لامل يي څه وؤ

ویب ډیسک

 

مطیع‌الله تراب، د پښتو ژبې وتلی شاعر، پرون د روان کال د جولای په ۱۴مه، د دوشنبې په ورځ د زړه د حملې له امله ومړ. د نوموړي زوی، ابدال تراب، رسنیو ته د پلار د مړینې پخلی کړی دی.

 

تراب د خپلو انتقادي، ملي او حماسي شعرونو له کبله په افغانستان او پښتونخوا کې پراخ شهرت درلود، او د پښتو ادب په معاصر تاریخ کې یې ځانګړی مقام خپل کړی و. د هغه شعرونه اکثراً د ولس غږ بلل کېدل او د سیاسي، ټولنیزو او تاریخي واقعیتونو انعکاس یې کاوه.

 

د نوموړي پر مړینه ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینه‌والو ژوره خواشیني ښودلې ده. همداراز، په ټولنیزو رسنیو کې د تراب ادبي خدمتونه ستایل شوي او د ناڅاپي مړینې په تړاو یې اندېښنې هم راولاړې شوې دي.

 

دغه اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې، چې نوموړی د طالبانو له لوري تر فشار لاندې و، او له څه مودې راهیسې یې تر غیررسمي محدودیتونو لاندې ژوند کاوه. سرچینې وایي چې د نوموړي د شعرونو د محتوا له امله، په ځانګړې توګه د طالبانو د مشر پر ضد د مستقیمو نیوکو له کبله، تراب له فرهنګي فضا څخه څنګ ته کړل شوی و.

 

د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د وري میاشتې پر ۱۵مه، مطیع‌الله تراب د “نارنج ګل” په نوم کلنۍ مشاعره کې، چې د جلال‌اباد په سراج‌العمارت تاریخي بڼ کې ترسره شوې وه، ګډون کړی و. په دې مشاعره کې یې د طالبانو د واکمنۍ، د بیان د ازادۍ پر محدودیتونو، د کندهار د واک د تمرکز پر وړاندې، او د کابل د قانوني او اداري حیثیت په ملاتړ څرګندونې کړې وې. نوموړي خپل شعر د دې جملې په ژور پیغام پیل کړ: «مشاعره دې له دستاربندۍ او سیاسي چارو لېرې وساتل شي»، چې له تاوده هرکلي سره مخ شوه.

 

تراب د طالبانو مشر ته په اشاره کې وویل، چې واک باید په پلازمېنه کابل کې وي، نه په کندهار کې. همداراز، هغه د جرګې غوښتنه وکړه، له طالبانو یې وغوښتل چې حکومت دې د خلکو له ارادې سره سم جوړ شي، او له فرهنګي سانسور، د زده کړو، اتڼ، موسیقۍ، ملي بیرغ او سرود پر ضد بندیزونو څخه دې لاس واخلي.

 

د تراب تر څنګ، بل شاعر عزت‌الله ځواب هم د طالبانو پر فرهنګي سیاستونو او د زده کړو پر بندیزونو سختې نیوکې وکړې.

 

دا انتقادي شعرونه بې‌ځوابه پاتې نه شول. د طالبانو د واکمنۍ له لوري د دې مشاعرې سمبالوونکی، احسان‌الله ساجد، چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس و، له دندې ګوښه شو. باوري سرچینو ویلي، چې دا پرېکړه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په مستقیم امر شوې وه. ساجد تورن شوی و، چې د تراب او ځواب شعرونه یې د مشاعرې مخکې سم سانسور کړي نه دي.

 

تر مشاعرې وروسته، د تراب او ځواب ویډیوګانې په پراخه توګه پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې. فرهنګي فعالانو، د بیان د ازادۍ ملاتړو او عامو خلکو د دواړو شاعرانو د دریځونو ملاتړ وکړ، خو طالبان او د دوی پلویان یې سخت مخالفین وګرځېدل.

 

د “نارنج ګل” مشاعره، چې پخوا به یې فرهنګي یووالي، د شعر وینا او ادب ته وده ورکوله، سږکال د طالبانو د سانسور او سیاسي نیوکو یوه ښکاره بیلګه وګرځېده، چې پایله یې د فرهنګي شخصیتونو د فشار، ګواښ او ممکنه نظربندۍ له بڼې را څرګنده شوه.

 

د مطیع‌الله تراب ناڅاپي مړینه، چې لا هم له شفافو معلوماتو خالي ده، د دغو فشارونو او انتقادي دریځونو له امله د شکونو له سیورې خالي نه ده. سره له دې چې تر دې دمه د مسمومیت او یا بل ډول سیاسي دسیسې رسمي اسناد نشته، خو د هغه پر مړینه د ولس اندېښنه ژوره کېږي.

 

مطیع‌الله تراب نه یوازې یو پیاوړی شاعر و، بلکې د ملت ویندوی، د حق مدافع، او د بیان د ازادۍ غږ هم ګڼل کېده. د هغه مړینه د پښتو ادب لپاره یوه ستره ضایعه ده، چې د ډېرو فرهنګي شخصیتونو په باور به یې تشه ژر ډکه نه‌شي.

 

ټاکل شوې ده چې نوموړي جنازه به د نن ورځې په وروستیو ساعتونو کې د جلال‌اباد ښار په عیدګاه جومات کې تر سره شي او په خپله پلارنۍ هدېره کې به خاورو ته وسپارل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه