ویب ډیسک
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي يوې رسنۍ ته د ځانګړې مرکې په مهال وويل چې موږ ته دا وېره ده چې پاکستان زموږ د خپلو بدکاریو او تېروتنو له امله ډوبېږي. زموږ د پارلمان واکونه او اساسي بشري حقونه، د جلسې، لاریون، لیک، وینا، غونډې کولو او احتجاج ازادۍ ټول له موږ نه اخیستل شوي دي. په پاکستان کې اساسي قانون غیر فعاله شوی دی. د پاکستان ادارې له سره تر پایه بربادۍ ته روانې دي او ټول ادارې له پاسه تر لاندې پورې په فساد کې ښکېل دي.
ښاغلي اڅکزي زیاته کړه چې د دې پر ضد، هر پاکستانی باید راپورته شي او دا ناحقه، د زور او پیسو پر بنسټ ولاړ غیر جمهوري او غیر آئيني حکومت ختم کړي. د ولس ځواک، د خدای ځواک وي. د یو جمهوري حکومت قیام اوس اړین دی. د ولس په زور او د نړیوالو په ملاتړ به یو جمهوري حکومت منځ ته راشي.
هغه وايي عمران خان دا وخت د پاکستان تر ټولو مشهور مشر دی. سترې محکمې څنګه د یوې سیاسي ډلې انتخاباتي نښه اخیستلای شي؟ دا خو کمال وکړل دغو ځوانانو، چې د ۱۹۰ نه ډېر مختلف انتخاباتي نښو لاندې یې ټاکنې وکړې او تحریک انصاف ته یې بریا ورکړه، او د یارانو ټول پلانونه یې ګډوډ کړل.
ښاغلي اڅکزي وویل موږ له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کوو، هغوی خو د حیواناتو لپاره هم ادارې جوړوي، خو دلته په پاکستان کې د بشري حقونو بدترینې سرغړونې روانې دي. دلته له ۴ زرو زیات ماشومان چې نه یې وزیر اعظم کېدونکي وو، نه وزیران، نه مشاورین، نه سناتوران، یوازې د جمهوریت لپاره نن هم په مختلفو زندانونو کې دي.
محمود خان اڅکزی زیاتوي کله چې د یو هېواد ادارې د یوې ګوند یا یو شخص پر ضد تر دې حده ولاړې شي چې د هغه ګوند انتخاباتي نښه ترې واخلي، او بیا د سترې محکمې د فیصلې ردولو لپاره داسې نوی عدالتي سیسټم جوړ کړي چې یوه شېبه کې یې فارغ کړي، دا ټول د هېواد بربادۍ نښې دي. د دې هېواد تر ټولو ستره بربادي فساد دی.
هغه وايي موږ به نه بد ووایو، نه به چا ته کاڼی وویشو، نه به وسله وکاروو، خو دا زموږ حق دی چې سړکونه وتړو او دا ناحقه، د زور او زر پر بنسټ ولاړ حکومت ختم کړو. د ولس ځواک، د خدای ځواک وي، د ولس پر وړاندې هېڅ نه درېږي. په ایران کې هم د انقلاب نه دوه میاشتې مخکې، شاه ایران تر ټولو قوي سړی بلل کېده، خو د بې وسه خلکو لاسونو د هغه ټولې دیوالونه ونړول.
یوې پوښتنې ته په ځواب کې محمود خان اچکزي وویل، چې که څوک مو نیسي یا وژني، موږ به احتجاج کوو او دا به ګورو چې د شهباز ورور حکومت څومره پر خپله ژمنه ولاړ پاتې کېږي، او تر کومه غلط کار ته ځان رسوي چې پر سوله ییزو مظاهره چیانو ډزې وکړي.
موږ ته زموږ ایین حکم راکوي چې د ظلم او د ایین د سرغړونې پر ضد راپورته شو. یو با مسؤلیته سړي دا خبره کوله چې ټول ادارې په یو پاڼه دي. خو په ټوله نړۍ کې ادارې داسې په یو پاڼه وي چې هره اداره خپل آئيني چوکاټ کې کار کوي، نه دا چې چا سره وسله ده، ټانکونه دي، نو ځکه به د هغه خبره منل کېږي.
اڅکزي په خبره :یوه امریکايي ویلي وو، موږ باید دا ملاتړ وکړو، هغه ویلي وو چې د دریمې نړۍ هغه ټول خلک چې حکومتونو کې پاتې شوي، که د هر هېواد وي، باید وکتل شي چې د دوی له عوایدو زیات شتمنۍ چېرې نه راغلي؟ او دا معلومات باید راټول شي او بیا یې د IMF قرضو سره وتړل شي.


