ویب ډیسک
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۸۶ طالبان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، کندهار، فاریاب، نیمروز ، بدخشان او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


