یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ګوادر د پوهنتون مرستیال مشر په ګډون څلور کسان لادرکه شوي

د ګوادر د پوهنتون مرستیال مشر په ګډون څلور کسان لادرکه شوي

د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په کډکوچه سیمه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري د سړک د ناکې پر مهال د ګوادر پوهنتون د مرستیال مشر ډاکټر عبدالرزاق صابر او د هغه درې ملګري لادرکه شوي دي. پولیس وایي، شک شته چې هغوی تښتول شوي وي.

راپورونه وایي، ډاکټر عبدالرزاق صابر، مرستيال مشر ډاکټر سید منظور احمد، استاد ډاکټر محمد ارشاد او موټر چلوونکی حاتم له ګوادر څخه کوټې ته روان وو چې د مستونګ اړوند کنډ عمراني بدرنګ سیمه کې ورسره اړیکه پرې شوه.

پولیسو ویلي، وسلوالو پر این ـ ۲۵ لویه لار ناکه لګولې وه او امنیتي ادارو د لادرکه کسانو او موټر د موندلو لپاره پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

ډاکټر عبدالرزاق صابر د بلوچستان نومیالی پوهاند، د براهوۍ ژبې لیکوال او د ګوادر پوهنتون لومړی مرستیال مشر و. هغه د تربت پوهنتون بنسټ اېښودونکی مرستيال مشر هم پاتې شوی او د علمي خدمتونو په بدل کې ورته «تمغه امتیاز» ورکړل شوی و.

ډاکټر سید منظور احمد د اقتصاد نومیالی څېړونکی بلل کېږي او د بلوچستان اقتصاد، غربت او سي پیک په اړه یې ګڼې څېړنې کړې دي. نوموړی د وزیراعظم اقتصادي مشورتي شورا غړی هم پاتې شوی.

ډاکټر محمد ارشاد د مدیریت علومو استاد او د څېړنې او نوښت دفتر مشر و، چې د ادارې مدیریت او اقتصاد په برخو کې یې علمي مقالې لیکلې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه